لویه جرګه د ډېرو پر مخ کلکه څپېړه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                     کابل کې دودیځه لویه جرګه په ټاکلې نېټه د روان کال د لړم په ۲۵ مه ، د پاکستان او ایرن او په افغانستان کې د پورته هیوادونو ګټو ته د ژمنو مذهبي ، قومي او په اصطلاح سیاسي کړیو د ښکاره او پټو مخالفتونو سره سره  پرانیستل شوه . جرګه چې نږدې ۲۰۳۰ تنه پکې ګډون لري ، څلور ورځې به دوام کوي او په دوه سکالو لویدیځ او امریکا سره د ستراتیژیکو تړونونو او په افغانستان کې به د سولې او ټیکاو په اړه افغان دولت ته سلا او مشورې ورکوي .

که د جرګې نیمګړې خواوې لکه په جرګه کې د ځینو نورو ملي شخصیتونو او سیاسي کړیو د نه بلنې خبره یوې خوا ته پریږدو ، د هیواد په دې حساسو شېبو او د مخالفتونو سره سره په دومره لوی جوړښت د لويي جرګې پرانیسته یوه غټه بریا ګڼل کیږي . په جرګه کې د ولسمشر کرزي خبرو هم د تېر په خلاف پوره وضاحت درلود او تر ډېره حده سپينې خبرې ګڼل کېدای شي .

د لویو جرګو په تاریخ کې پخوا هم مخالفتونه لیدل شوي او یا خپله د لويي جرګې له نوم سره حساسیتونه له چا پټ نه دي ، د بېلګې پتوګه په ۹۰ کلونو کې د رباني په مشرۍ د مجاهدینو د واکمنۍ په مهال د لويي جرګې له نوم سره کرکه وښودل شوه او ددې ملي ترمینالوژي او دود پرځای يي یوه ناافغاني او نادوده اصطلاح د اهل حل وعقد شورا په نوم منځته راواچوله ، چې روسته د افغانانو لخوا د ملنډو پتوګه د حق و ناحق شورا په نوم وګڼل شوه .

خو دا ځل هم د لويي جرګې په تړاو مخالفتونه ډېر وو . ځينو ګاونډیانو او په هیواد دننه د هغوی سپوږمکیو د جرګې د جوړیدو د مخنیوي او د هغو موخو د سپکاوۍ لپاره ستغې سپورې ، پيغورونه کاڼې او توغندې وتوغول او د هیڅ ډول وسیلې له کارولو څخه يي ډډه ونکړه .

په دې لړ کې تر ټولو لومړی د لوي جرګې په وړاندې د جمعیت او نظارشورا د چلوټو خبره کولای شو . « د تغیر او امید په نوم د ډاکتر عبدالله په مشری ټلوالې د افغان حکومت لخوا د لوی جرګې له جوړیدو سره خپل مخالفت د یو شمیر سیاسی مشرانو په ګډون اعلان کړ .عبدالله عبدالله وایی چی دغه جرګه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده او ددی جرګې پریکړه مونږ نه منو. عبدالله وايي  دغه جرګه مونږ او زمونږ ملګرو ته د منلو وړ نه ده ، دغه جرګه قانونی بڼه نه لری او د افغانستان د اساسی قانون خلاف یوه فرمایشی جرګه ده . او ددی جرګې اهداف مشخص شوی نه دی» .

عبدالله هڅه کړې چې ځان او خپله ډله چې پنجشیر او د هیواد څو نورو ولسوالیو کې د ګوتو په شمیر پلویان لري ، د افغان ملت د استازو پتوګه وځلوي . ویل کیږی دا ډلې د ایران لخوا هڅول کیږي ، د نومبر په دوهمه د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د استانبول کنفرانس کې هم په افغانستان کې د ناټو تړون اقدامات ناسنجول شوي او مخرب بللي او ویېلي وو « د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون له لاسلیکېدو سره مخالف دی . راډیو ازادي »

د جمعیت او نظار شورا تر څنګ د طالبانو غبرګون هم خورا بېساري وو . د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: « ټول هیوادوال دې د یرغلګرو او د هغوی د اجیرانو د ستراتیژیک تړون ترنامه لاندې  غولوونکې جرګه او نورې هڅې شنډې کړي . په هیواد کې د یرغلګرو بالفعله اشغال ختم کړي ، او په دې توګه د یو خپلواک ، سرلوړي او سوکاله افغانستان د رامنځته کولو لپاره خپله وظیفه سرته ورسوي . هغه کسان چي  درارواني تش په نامه لویې جرګې ترنامه لاندي دامریکایې دایمي اډو شتون تایدکړي هغوی به ملي خاینین اود اشد مجازات مستحق وګڼل شي اوپه تاریخ کې به د شاشجاع ، ببرک کارمل اوکرزي غوندي غلامان او وطن خرڅونکي  ولیکل شي.»

 خو طالبان داسې انګیري چې د دوی واکمني ګوندې د دوی خپله وه او افغانانو هیره کړي چې دوی د پنجاب په مټ افغانستان نیولای و او اوس هم دا خبرې د پنجاب په مټ کوي . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لړم په ۲۶ مه دا هم وایي ، چې تیره شپه یې د جرګې په سیمه یو توغندی توغولی چې امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ګل بدین اسلامي ګوند هم لراوبر بریښناپاڼې ته په رسېدلې اعلاميه کي د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د رابلل شوي لويي جرګې جوړېدل غيرقانوني بللي . « اعلاميه کي راغلي چي پر افغانستان مسلط ځواک چي د دموکراسۍ تيږې پر سينه ډبوي د افغان ولس رايې ته سپکاوی کوي او غواړي پر خپلې له مخکې نه تيارې شوې پريکړې د هغو کسانو ګوتې کيږدي چې د واکمنو په شمول يې هيڅوک هم د ولس منتخب استازي نشي بللی » . اسلامي ګوند هم  یو توغندي د دې ګوند د ویاند زبیر صدیقي په وینا چې آزادۍ راډیو ته يي ویلي ، د لړم په ۲۶ مه د لويي جرګې سیمې ته څيرمه توغولي دی.

همدارنګه د ډاکټر فاروق اعظم په مشرۍ د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه ، لويي جرګې سره د مخالفت په اړه وايی : « د افغانستان د مځکې او ولس ډیره برخه د حکومت د مؤثر کنترول څخه بهر ده. له دې امله دا جرګه د افغانستان د غوڅ اکثریت ولس تمثیل نشي کولای نو ځکه هم دا جرګه لویه عنعنوي جرګه نشی بلل کیدای. همدارنګه پر هیواد خارجي فوځونه مسلط دي او په وړاندې یې مسلح مقاومت روان دی، نوپداسې شرایطوکې امریکا ته د اوږدمهاله نظامي اډو ورکول د اوسني دولت له صلاحیتونو څخه نه دي . ټول افغان »

د اتحاد علما افغانستان په نوم هم یوه بله بې هویته ډله د خپلې اعلاميي په یوه برخه کې وايي « علماء کرام عرب وي کې عجم ، د فرض عين جهاد فتوي دي په اتفاق سره صادره کړي او خپل اسلامي مسؤليت دي رفع کړي جهاد چې د اسلام يو اهم فرض دي، اوس يې کافران په دهشت گردۍ ( ترهگرۍ) او فساد معرفي کوي ، مولانا داکري صاحب . ټول افغان »

ځینو نورو منفردو کسانو هم د لويي جرګې د مفهوم او موخو په اړه خپله کرکه نه ده پټه کړې .

دلته د یو څو لیکنو سرلیکونه د بېلګې پتوګه رااخلم   

ــ د فرمايشي لوې جرګې پرېګړې شرعي او حقوقي مشروعيت نه لري

ــ د ستراتيژيک تړون په اړه د امريکا هڅې بې گټې دي!

ــ دودیزه لویه جرګه که حکومتي لویه جرګه؟

ــ لويه جرگه در پى تحقق اهداف متجاوزين

ــ د کابل مردوده لويه جرگه !!

ــ لويه جرګه که لوي جنايت

ــ قرارداد ستراتیژیک یا سته معاملات فروش خانه !؟

ــ له لاس تړلو لاسلیک غواړي

ــ لویه جرګه او که حکومتي کمیسیون

که د ډلو او یا منفردو کسانو پورته څرګندونې وکتل شي ، ډيری يی د افغانستان په اړه د پاکستان او ایران د موخو په چوکاټ کې بیان شوي . د منفردو کسانو څرګندونې هم د دوی نظر ته د درناوۍ د اصل سره سره ، په بې خبره او یا باخبره ډول د یادو هیوادو ګټو ته مرسته رسوي او په هیڅ ډول د افغانانو د ملي ګټو څرګندوی نه شي ګڼل کېدای .

صرف نظر له دې چې د لويي جرګې جوړښت او د پرانیستون میخانیکت يي څه ډول دی ، په ټوله کې هیواد وضعې ته په پام ، د جرګې مثبت اړخ له نظره نه شي لویدلای . تصادفي نه ده چې جرګې په پنجاب او ایران کې غوغا راپورته کړي او په هیواد کې دننه يي هم د عتیقه عصر ټول عظیم الجثه ځناور ، پیریان ، دیوان او نااشنا موجودات په یوه سنګر کې درولي دي . مذهبي سخت دریځي که لر دی یا بر او یا د هیواد په شمال کې دي یا جنوب کې ، بېله توپيره د جرګې د موخو په وړاندې په یوه مورچل کې جنګیږي .

دلته د کرزي د دولت د منفي اړخونو څخه چې کم هم نه دي سترګې پټول موخه نه ده ، بلکې که په وخت او مناسبه توګه د هیواد ملي ګټې په پام کې ونه نیول شي هیڅ ایډیالوژي ، عقیده ، سیاسي پوهه او سینه د هیوادپالنې په ډبرو ډبول ، یوه افغانۍ ارزښت نه لري .

نن سبا افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز ګرځېدلای ، هیڅ ډول غفلت او ناخبرې د بخښلو وړ نه ده . افغانان باید خپلې ملي ګټې او د ۲۱ مې پیړۍ غوښتنې او هوښیارتیا له لاسه ور نه کړي !

د ۱۳۹۰ کال د لړم ۲۶ مه

  


November 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات